Home » سپورټ » افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له جنوبي افريقا سره تمريناتي لوبه کوي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له جنوبي افريقا سره تمريناتي لوبه کوي

ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له لوبډلې سره تمريناتي يا (وارم اپ) لوبه وکړي. د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت نن ماسپښين دوې نيمې بجې د شېخ ذاهد په لوبغالي کې پيل شي.

چارواکو ويلي چې د نړيوال شل اووريز جام لوبو لپاره د کرکټ ملي لوبډله پوره چمتووالی لري او راشد خان هم چې د هند په سوداګريزو لوبو کې بوخت و، له ملي لوبدلې سره يو ځای شوی دی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ هم د کرکټ ملي لوبډله له ويسټ‌اينډيز سره تمريناتي لوبه وکړي. د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ترتيب شوي مهال‌وېش پر بنسټ، په نړيوال شل اووريز جام کې د افغانستان رسمي لوبه د روانې اکټوبر په ۲۵مه پلان شوې، خو تر اوسه يې سياله لوبډله نه ده مشخص شوې.

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لوبې دا وار په عربي متحده اماراتو او عمان هېوادونو کې ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...