افغانستان په لومړي ځل په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کمېسیون کې یو څوکۍ ترلاسه کړې
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازې عادله راز وایي چې افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو په کمېسیون کې یو څوکۍ د څلور کلونو لپاره ترلاسه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، دا یو ډېر مهم نړیوال کمېسیون دی چې افغانستان به یې د څلورو کلونو لپاره غړیتوب ولري.
نوموړې وایي، دغه کمېسیون به د ښځو د حقونو، جنسیتي تبعض د له منځه وړلو او د مېرمنو د ژوند په ښه کولو کې فعالیت کوي.
عادله راز وایي، د یاد کمېسیون د غړیتوب په مرسته به وکولای شي چې په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره مبارزه وکړي.
دغه کمېسیون د ملګرو ملتونو یو بین الدولتي بنسټ دی چې ۴۵ هېوادونه یې غړیتوب لري.