Home » افغانستان » افغانستان په خپله خاوره کې د مسعود اظهر موجوديت رد کړ

افغانستان په خپله خاوره کې د مسعود اظهر موجوديت رد کړ

بهرنيو چارو وزارت په تازه خپره کړې اعلاميه کې د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله يې خپاره کړي وو او په کې ويل شوي وو، چې د جېش محمد ترهګرې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دننه پټ دی.

دغه اعلاميه چې نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپره شوې په کې د پاکستان د ليک په اړه څه نه دي ويل شوي، خو زياته شوې چې په افغانستان کې د مسعود اظهر د موجوديت په اړه د پاکستاني رسنيو ادعا بې اساسه ده.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت په هېڅ توګه بهرنيو ترهګرو ته د افغانستان په خاوره کې د پټېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د فعاليت کولو اجازه نه ورکوي.

په اعلاميه کې غوښتل شوي، چې ټولې خواوې بايد له اسنادو او شوهدو پرته د ورته غير ضروري تورونو له لګولو څخه ډډه وکړي. حکومت ټينګار کړی چې دا دول رسنيز تورونه کولی چې د هېوادونو تر منځ پر دوه اړخيزه اړيکو منفي اغېز وکړي.

پاکستاني رسنيو د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې پاکستان له افغانستان څخه په يوه ليک د جېش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر د نيولو غوښتنه کړې ده.

دې سرچينو ويلي وو، په ليک کې د افغانستان حکومت ته ويل شوي چې مسعود اظهر ښايي په ننګرهار او يا هم په کونړ ولايت کې پټ وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...