Home » افغانستان » افغانستان له ترکمنستان څخه لسګونه زره ټنه مايع ګاز واردوي

افغانستان له ترکمنستان څخه لسګونه زره ټنه مايع ګاز واردوي

د افغانستان سرپرست حکومت په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې له ترکمنستان څخه د لسګونه زره ټنو په اړه اندازه د مايع ګاز د واردولو خبر ورکړی.

ارګ نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) د يادې اعلاميې له لارې ويلي، چې د مايع ګاز واردول او دغه راز په دې برخه کې د واردوونکو شرکتونو له لوري شوې ژمنې، د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د ګډې غونډې له لارې و ارزول او تائيد شوې.

ارګ ويلي، چې د مايع ګاز د واردولو په اړه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ چې افغانستان ته د لسګونه زره ټن مايع ګاز د واردولو په اړه شوې، اوسمهال زرګونه ټن مايع د افغانستان بندرونو ته رسېدلي او په نږدې ورځو کې به د حيراتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته دننه کړای شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې په ياده پيمانه هېواد ته د مايع ګاز واردول کولی شي چې د افغانستان په کورني بازار کې د ګازو بيې راټيټې کړي.

حکومت له ترکمنستان څخه په داسې حال کې د مايع ګاز د واردولو خبر ورکوي، چې دامهال په کور دننه د ګازو او نفتي موادو بيې د بل هر وخت په پرتله خورا لوړې شوي دي.

خو مسوولانو تل ويلي چې د بيو دغه لوړېدل يوه نړيواله ستونزه ده چې په اوکراين کې د جګړې له امله رامنځته شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...