Home » افغانستان » افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر یو یې د لوبلړۍ جام خپل کړ.

افغان کرکټ لوبډلې د اوو لوبغاړو سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې.

په همدې حال کې افغان توپ اچوونکو ایرلنډي لوبغاړو ته موقع ورنکړه او په ۹۸ منډو یې لوبه راټوله کړه.

عظمت الله عمرزي د سټایلش لوبغاړي او ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له ټېسټ سیالۍ پرته درې یو ورځنۍ نړیوالې او درې شل اوریزې سیالیو لوبلړۍ له سیالې لوبډلې وګټلې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...