افغان ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې بیا د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې په ۷ ویکټو ماتې وخوړه.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۵مه د سریلانکا په کوربه توب وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لوبه کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي ټاس وګاټه او پرېکړه یې وکړه چې افغان لوبغاړي به لومړی د سریلانکا پر وړاندې توپ وهنه کوي.
د هېواد ملي لوبډلې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د سریلانکا لوبډلې ته د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا پر وړاندې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز، رحمت شاه او عظمت الله عمرزي تر پنځوسو زیاتې منډې وکړې.
د دې لوبې په دویمه نیمايي کې سریلانکا ښه وځلید او افغانستان ورکړل شوی هدف یوازې د دریو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.
په دې بریا سره د سریلانکا ملي لوبډله د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ اتله شوه.
د ویلو ده چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د فبرورۍ په ۱۷ نېټه د شل اوریزو کرکټ سیالیو په لړ کې بیا سره مخ کېږي.