Home » افغانستان » افغانستان د درېیو یو شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ له زمبابوې څخه وګټله

افغانستان د درېیو یو شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ له زمبابوې څخه وګټله

د افغانستان او او زېمبابوې کرکټ ملي‌ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه افغانستان په درې وېکټو وګټله او دې سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې نن د زېمبابوې لخوا د ورکړل شویو ۱۲۸ منډو هدف د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په شلم اور کې پوره کړ.

له دې یوه ورځ وړاندې دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه د افغان لوبډلې د ۵۰ منډو په توپیر له زمبابوې لوبډلې ګټلې وه خو له هغې مخکې لومړۍ لوبه بیا زېمبابوې په څلورو وېکټو ګتلې وه.

د یادونې وړ ده افغانستان له شل اووره سیالیو وروسته، له زمبابوې سره د یو ورځنیو او ټسټ لوبو لوبلړۍ هم لري چې په دغه هېواد کې به ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...