د ا.ا د مالیې وزارت وایي چې دې وزارت د هغه موټرو د واردېدو مخه نیولې چې له ۲۰۰۵ کال مخکې جوړ شوي دي.
یاد وزارت شنبه د غبرګولي ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د ا.ا د کابینې او د ا.ا د مشر شېخ هیبت الله اخوندزاده د امر پر بنسټ شوې ده.
د دې خبرپاڼې له مخې، هغه موټرونه چې ماډل یې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ پورې دي چې له دې وړاندې یې د وارېدولو امر شوی و، د ګمرکي کارونه یې د روان کال د زمري تر میاشتې پورې خلاصېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به هېڅ کس ته د هغه موټرو د واردولو اجازه ورنه کړي چې له ۲۰۰۵ کال مخې جوړ شوي دي.