Home » افغانستان » افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتېږي
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتېږي

د تاجکستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې په روان ۲۰۲۴ کې به افغانستان د دوی د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیات شي. 

د تاجکستان د برېښنا دولتي شرکت پرون چهارشنبه د سلواغې ۲۵مه رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیات کړي.

د تاجکستان د برېښنا دولتي شرکت مشر، محمد عمر اسوزاده ویلي، په داسې حال کې چې تاجکستان په خپله د برېښنا له کمښت سره مخ دی، خو کوشش کوي چې په روان کال کې افغانستان ته دا صادرات زیات کړي.

ښاغلي اسوزاده همداراز ویلي چې تاجکستان په ۲۰۲۳ کې افغانستان ۱،۶ میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا صادروله.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي برېښنا تکیه کوي.

بلخوا د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې چې افغانستان دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۷۰ سلنه پکې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او ۳۰ سلنه له کورنیو سرچینو ترلاسه کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...