Home » افغانستان » افغانستان بانک: د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷٫۲۵ سلنه لوړ شوی

افغانستان بانک: د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷٫۲۵ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مسوولین وایي، په تېر کال کې د اغېزمنو پولي سیاستونو په پلي کولو سره دغه بانک توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان بانک مسوولینو نن (پنجشنبې، د وږي ۱۵مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دغه بانک د مشتریانو لپاره د زیرمو محدودیت زیات کړی دی.

د دغه بانک د شمېرو له مخې، د افغانیو له حسابونو کې د پیسو د ایستلو محدودیت په اوونۍ کې له ۷۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته او په میاشت کې له ۲۵۰ زرو څخه ۵۰۰ زرو ته لوړ شوی. همدارنګه په ډالري حسابونو کې دا محدودیتونه په اوونۍ کې له یو زرو امریکايي ډالرو څخه دوه زره ډالرو او په میاشت کې له درې زره ډالرو څخه شپږ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس، احمد جواد سداد ویلي چې دغه بانک په تېر یوه کال کې د پولي وضعیت د ښه والي په موخه اووه میلیارډه ۱۸۶ میلیونه ۵۴۴ زره زړې افغانۍ راټولې او په بدل کې یې نوي بانکنوټونه را ایستلي دي.

د یاد بانک مسوولینو دا هم ویلي چې په تېر یوه کال کې د تبادلې او پیسو د خدماتو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي، چې په دې سره د صادر شویو جوازونو ټولټال شمېر یو زر ۷۸۰ ته رسیږي.

د مسوولینو په وینا چې په ورته وخت کې د الکترونیکي پیسو د کارولو ملي ستراتیژي جوړه شوې او په دې برخه کې د برېښنايي پیسو پنځو بنسټونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...