Home » افغانستان » “افغانستان او پاکستان ښايي د ډبرو سکرو د سوداګرۍ په اړه پر يوه هوکړه غور وکړي”

“افغانستان او پاکستان ښايي د ډبرو سکرو د سوداګرۍ په اړه پر يوه هوکړه غور وکړي”

پاکستاني خبريال طاهرخان د پاکستان په حکومت کې د يوې سرچينې په حواله ويلي، چې د پاکستان لپاره له افغانستان سره د ډبرو سکرو په برخه سوداګري مهمه ده او ټاکل شوې پاکستانی پلاوی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت له مسوولانو سره پرې وغږېږي.

طاهرخان نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي ستونزو د حل او په بندرونو کې سوداګرو ته د زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه خبري کابل کې پيلېږي.

نوموړي ويلي، ټاکل شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزير صالح احمد فاروقۍ په مشري پلاوی نن مازدېګر مهال په ۳ ورځني سفر کابل ته ولاړ شي. د طاهرخان په خبره، که څه هم دغه سفر په عموي مسئلو د غور په موخه له وړاندي پلان شوي و؛ خو په خبره يې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو موضوع به هم د خبرو مهم ټکی وي.

نوموړي د يوې سرچينې په حواله ويلي، کيدای شي دواړه لوري له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه د حکومتونو په کچه پر يوه تړون هم غور وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...