Home » اقتصادی » افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي
رویداد خبري آژانس

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي

د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د سپتمبر ۳۰ (تله۹) د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رییسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رییسانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د ویډیویي پیغام له لارې ویلي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند به د ګازو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخو کې ګډ کار او همکارۍ ولري او دغه لویې پروژې د لا موثرو همکاریو د ایجاد لپاره دي.

هغه زیاته کړې، هیواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هیوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او د دوی اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...