Home » افغانستان » افغانستان؛ د مسکو په غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو له دريځ هرکلی وکړ

افغانستان؛ د مسکو په غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو له دريځ هرکلی وکړ

په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د غونډې له ترسره کېدو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د افغانستان په تړاو د ورته سيمه‌ييزو ميکانېزمونو هرکلی کوي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې نن پنج‌شنبه د (لړم ۲۶مه) د مسکو فارمټ غونډې کې د ګډونوالو هېوادونو استازو هغه دريځ ستايلی، چې په کې پر سوله‌ييز، يو موټي، خپلواک، ناپېيلي او له اقتصادي پلو پر ځان بسيا افغانستان ټينګار شوی دی.

د بهرنيو چارو وزارت په خپل نننۍ اعلاميه کې يو وار بيا څرګنده کړې، چې اوسنی سرپرست حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه پر خپله هغه ژمنه ولاړ دی، کوم چې د سيمې هېوادونو ته د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د مبارزې، او د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په برخو کې ورکړه دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، افغانستان به هېڅ کوم هېواد ته د دې اجازه ور نه کړي، چې په حدودو کې دې يې پوځي مرکزونه جوړ کړي او د افغانستان د امنيت ټينګښت په موخه يې د سيمې له هېوادونو هم ورته غوښتنه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې د سيمې امنيت، ثبات او اقتصادي وده ګډ مسووليت بلل شوی او ټينګار شوی چې د دې مسووليت د ادا کولو لپاره بايده دي، چې په ګډه هڅې وشي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي، چې حکومت يو وار بيا له ګاونډيو، سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړيکو، اقتصادي پرمختګ او ډاډمن امنيت په ګډون په ټولو برخو کې پرمختګونو او سمون ته خپله ژمنتيا په ډاګه کوي.

له دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت په مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه د خپل استازي له ګډون پرته نيمګړې بللې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...