Home » افغانستان » افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې روانه نیابتي جګړه ختمه کړئ
رویداد خبري آژانس

افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې روانه نیابتي جګړه ختمه کړئ

افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته:زموږ په هېواد کې نیابتي جګړه ختمه کړئ

لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي.

دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي.

د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو نیابتي جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی هم وکړ خو تر څنګ یې ددې غوښتنه کوله چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.

لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...