د لویدېځې افریقا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله ۵۰ کسان ډوب شوي، چې له ۴۰ ډېر یې پاکستاني اتباع ښودل شوي دي.
د هسپانیې د کډوالو یوې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې ټول ۸۰ کسان سپاره و او د کنري ټاپوګانو ته د حرکت په حال کې وو.
دغې ادارې ویلي چې په ډوبو شویو کې ۴۴ یې پاکستاني اتباع و، خو د نورو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کډوالو دې ادارې همداراز ویلي چې د کډوالو دې کښتۍ د روانې جنوري میاشتې په دویمې نیټې مزل پیل کړی و.
د ویلو ده چې هر کال زرګونه خلک د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه هڅه کوي چې ځانونه په غیرقانوني توګه اروپایي هېوادونو ته ورسوي، چې ډېری یې په لاره کې د بېلابېلو ستونزو له امله ژوند بایلي.
د اروپایي ټولنې د فرانټیکس په نامه یوې سرحدي ادارې ویلي چې پروسږ کال دې لویې وچې ته ۲۴۰ زره کډوال په غیرقانوني توګه ورغلي دي.
یادې ادارې دا هم ویلي چې پروسږ کال د شمال لویدېځې افریقا څخه څه د پاسه ۵۰ زرو کډوالو د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته ځانونه رسولي، چې ۱۷۸ یې پاکستاني اتباع دي.