د مرکزي افریقا په لوېدیځ کې د ګابن جمهوریت پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د واګو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.
نن چارشنبه یو ډله پوځي افسران د دغه هېواد د ملي تلویزیون پر پرده راڅرګند شول او دغه اعلان یې وکړ.
دوی وویل چې ګابن کې یې شنبې ورځې د ټاکنو پایلې باطلې کړې چې ولسمشر علي بونګو پکې ګټونکی اعلان شوی و. تر دې مخکې د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و، چې ښاغلي بونګو ټاکنې په نږدې دوه پر درې رایو ګټلې دي.
پوځیانو همدا راز د دغه جمهوریت د ټولو دولتي بنسټونو د منحلېدو اعلان هم وکړ.
دغو پوځیانو وویل چې تر امر ثاني پورې به د هېواد ټولې پولې هم تړلې وي.
له دغو پوځیانو یوه له ګابن ۲۴ تلویزیوني شبکې اعلان وکړ: “موږ پرېکړه کړې چې د اوسني رژیم په پای ته رسولو سره د سولې دفاع وکړو.”
هغه زیاته کړې دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې د ده په خبره “غیر مسوولانه او نه اټکلېدونکې حکومتولۍ ټولنیز انسجام د بدترېدو خوا ته بیوه” او په پایله کې یې په دغه هېواد کې د ګډوډیو خطر رامنځ ته کېده.
د رویټرز او اېاېفپي خبري اژانسونو خبریالانو ویلي، چې تر دغه تلویزیوني اعلان وروسته د ګابن پلازمېنه لیبرویل کې د ډزو رانه غږونه اورېدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې بل افریقايي هېواد نایجر کې د کودتا له لارې پوځیانو واک ترلاسه کړی دی.