Home » سیمه او نړی » اعظم سواتی؛ د ده او ميرمنې پټې وېډيو خپرېدو له امله ځان وژنې ته تيار شوی

اعظم سواتی؛ د ده او ميرمنې پټې وېډيو خپرېدو له امله ځان وژنې ته تيار شوی

پاکستاني سناتور اعظم سواتي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند مهم غړی او د پاکستان په مخکيني حکومت کې مرکزي وزير هم و وايي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو له ده او ميرمنې يې پټه وېډيو کړې ده.

د رسنيو د راپور له مخې، دا وېډيو په کووټه کې داسې مهال شوې، چې سواتی او ميرمن يې دغلته په سفر وو او په وېډيو کې ښکاري چې دواړه د شپې پرمهال په کوټه کې دننه دي.

اعظم سواتي پرون شنبه خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال خپل احساسات کابو نشول کړای او په چيغو يې وژړل. هغه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارې تور پورې کړ، چې له نوموړي يې دغه پټه وېډيو کړې او څو ورځې وړاندې يې د هغه ميرمنې ته لېږلې ده.

سواتي د خپلو خبرو پر دوام پاکستاني پوځيانو ته په دريشۍ کې دننه د «ځناورو» خطاب کړی او ويلي يې دي، چې د خلکو د خولې بندولو په موخه يې هر ممکنه کار ته لاس اچولی دی.

نوموړي زياته کړې، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو له لوري د يادې وېډيو له را ايستلو وروسته، ځان وژنې ته اماده شوی؛ خو زياتوي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

د اعظم سواتي او ميرمنې يې اړوند دې وېډيو خپرېدو په پاکستان کې د سياسونو ترمنځ سخت غبرګونونه پارولي. د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکيني لومړي وزير عمران خان د دې هېواد له قاضي‌القضات غوښتې، چې دا مسئله په خپله جدي تعقيب کړي.

تر اوسه د پاکستان پوځ او استخباراتو د اعظم سواتي د ادعاوو په اړه څه دي ويلی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...