مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني بېګاه شپه ناوخته د (وري په لومړۍ) د نوروز په مناسبت غږيز پيغام خپور کړ او په کې يې د افغانستان پر اوسني وضعيت بحث کړی.
غني ويلي، که افغانان د تېرو ۴۰ کلونو ناسمې پرېکړې بيا تکرار کړي، نو لرې نه ده چې په ۲۱مه پېړۍ کې به افغانستان يو وار بيا د بهرنيانو د بشري مرستو مستعمره او د نيابتي جګړې پر ميدان بدل شي.
نوموړي زياته کړې چې دامهال په افغانستان کې امنيت شته؛ خو په خبره يې افغانان لا هم سولې ته نه دي رسيدلي او هېواد له سياسي او اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
محمد اشرف غني د نوي حکومت مشروعيت مهم بحث ياد کړی او ويلي يې دي چې ياد حکومت له نړيوال مشروعيت زيات کورني مشروعيت ته اړتيا لري. د نوموړي په خبره کورنۍ مشروعيت د يوه ملي بحث لارې چې ملي يووالی په کې د اصل په توګه په پام کې نيول شوی وي، ممکن دی.
مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې د څو کسانو له لوري د واک انحصار حل لار نه ده او زياتوي چې ولس بايد د سياسي واک د مالکيت اصلي ادرس وي.