Home » اقتصادی » اسیا پراختیايي بانک تېر کال افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

اسیا پراختیايي بانک تېر کال افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

د اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې دغه بانک په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره څه باندې ۴۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په یاد راپور کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې لګول شوې دي.

د اسیايي پراختیايي بانک په‌دې راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان او پاکستان کې د خوراکي توکو او انرژۍ بیې لوړې شوې او د روسیې او اوکرایین تر منځ جګړې هم پر دغه وضعیت منفي اغیز وکړ.

په راپو کې همداراز راغلي، په افغانستان کې وچکالیو او سېلابونو خوراکي مصونیت له ستونزو سره مخ کړی او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل هم شوي دي.

د اسیايي پراختیايي بانک وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې د اسیا او آرام سمندرګي په یو شمېر هېوادونو کې یې د خوړو د مصونیت او همداراز په افغانستان، پاکستان او سریلانکا کې د نجونو او ښځو د لاسنیوي لپاره ۳ اعشاریه ۷ مېلیارډه ډالره لګولي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...