د راپورونو په اساس د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې یوه زړه مېرمنه په کرونا اخته شوې وه چې د رغېدو امکان یې نه و.
د زړې بوډۍ له رغېدو وروسته ټول روغتیايي کارکوونکي هک پک شول.
دغ مېرمنه الینا نومیږي په رغېدو سره یې ټول ډاکټران او نرسانې ورته چک چکې وکړې او له روغتونه یې رخصت کړه.
د روغتون ډاکټران وايي دغه ۱۰۴ کلنه ښځه د کرونا له ناروغۍ ورغېده، تېر کال یې انفلوینزا اې ناروغي تیره کړه او دا کال یې کرونا ته ماتې وکړه.
ډاکټرانو زیاته کړه جالبه دا ده چې دې مېرمنې ته هیڅ د اکسیجن اړتیا پیدا نه شوه.
الینا د یاد روغتون په کرونا څانګه کې ۱۴ ورځې بستره وه.
اسپانیا هم د هغو هېوادنو په کتار کې راځي چې د کرونا ناروغۍ پیښې په کې زیاتې دي.
راپورونه وايي د امریکا، هند اوو برازیل هېوادونو وروسته اسپانیا کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر زیات دی.