Home » سیمه او نړی » اسپانیا: په غزه کې د کړکېچونو د پایته رسولو یوازینۍ حللاره د دوو خپلواکو هېوادونو اسراییل او فلسطین جوړول دي

اسپانیا: په غزه کې د کړکېچونو د پایته رسولو یوازینۍ حللاره د دوو خپلواکو هېوادونو اسراییل او فلسطین جوړول دي

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په غزه کړکېچ د پایته رسولو یوازینۍ لاره د دوو خپلواکو هېوادونو اسراییل او فلسطین جوړول دي.

د رویټرز د راپور له مخې(جمعه د وږي ۲۲مه) په غزه کې د جګړې د پایته رسولو په موخه په اسپانیا کې د یوشمېر اروپایي او اسلامي هېوادونو د چارواکو او استازو په شتون کې یوه غونډه جوړه کړې وه.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، مانوئل البارس په یاده غونده کې د وینا پرمهال ټینکار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د دوو خپلواکو هېوادونو فلسطین او اسراییل د جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د ویلو ده چې اسپانیا، ناروې او اېرلنډ څو میاشتې مخکې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو نیوکو سره سره پر غزه د اسراییلو لخوا بریدونه دوام لري چې له امله یې تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۱زره او ۲۰۰فلسطینیان وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...