Home » افغانستان » اسټين: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کوو

اسټين: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کوو

د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين وايي، په اوس کې يې هم د افغانستان په شمول په ټولو نړۍ کې تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی.

نوموړي چې پرون شنبه د (لړم په ۲۹مه) يې په بحرېن کې يوې امنيتي غونډې ته خبرې کولې وويل، د افغانستان په شمول په ټولو ساحو کې له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې ته اړتيا ده.

اسټين زياته کړې چې د يادې مبارزې له لارې بايد په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو او دغه راز په ياد هېواد کې د فرقه‌ييزو توپيرونو مخنيوی وشي.

نوموړي ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د امريکا د اړيکو په اړه وړاندوينه نه شي کولی، خو زياتوي چې له افغانستان سره په اړيکو کې د پرمختګ لپاره هڅه کېږي.

له دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو لپاره په اوس کې پرېکړه نه شي کولی او د دغه کار لپاره به د طالبانو چلند او عمل ته ګوري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...