د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت «اماندا مکګرګور» د افغانستان لپاره د دې هېواد نوې ځانکړې استازې وټاکله.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ په یوه بیانیه کې ویلي چې اماندا مکګرګور د افغانستان لپاره د جای ګلن مایلز پرځای د دې هېواد نوې ځانکړې استازې وټاکل شوه.
وانګ ویلي: «مک ګرګور چې په قطر کې میشته ده، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې به له ورته هېوادونو سره کار وکړي او د دې هېواد د خلکو ملاتړ به وکړي.»
مکګرګور څه باندې پينځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او په وروستیو کې یې په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت د مرستالې په توګه دنده ترسره کوله.