د اسټرالیا د دفاع وزارت (پنجشنې، د تلې ۲۶مه) اعلان کړی چې خپل ابرامز زاړه امریکایي ټانګونه اوکراین ته استوي، چې د دغه هېواد پلي ځواکونه په سخت ژمي کې پیاوړي شي.
د ابرامز هر (ام۱ای۱) ټانګ ۶۰ ټنه وزن لري او د اور قوي ځواک لري. ټاکل شوې وه چې استرالیا له راتلونکي کال څخه وروسته د دغو ټانکونو کارول بند کړي.
خو اسټرالیا پرېکړه وکړه چې دا ټانګونه اوکراین ته ورکړي. امریکا هم تازه د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د پوځي مرستو اعلان کړی او د اوکراین لخوا د دغو مرستې هرکلی شوی دی.
د اسټرالیا د صنایعو وزیر «پټ کانروی» په یوه اعلامیې کې ویلي: «موږ د روسیې د غیر قانوني یرغل په وړاندې له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړ یوو.»
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي د اسټرالیا د دغو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي: «استرالیا د ازادۍ، ډیموکراسۍ، انساني ژوند او نړیوال امنیت په دفاع کې زموږ د باور وړ ملګري په توګه پاتې ده.»
تر دې وړاندې اوکراین څو ځله له اسټرالیا غوښتي و چې خپلې زړې وسلې کیف ته ورکړي.