Home » افغانستان » اسټرالیا افغانستان کې خپل سفارت بندوي
رویداد خبري آژانس
د اسټرالیا ملي بیرغ

اسټرالیا افغانستان کې خپل سفارت بندوي

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی چې له افغانستانه څخه د بهرنیو سرتیرو له وتلو سره هممهال به په دغه هېواد کې خپل سفارت وتړي.

امریکايي رسنۍ دې ګارډین راپور ورکړی، چې ټاکل شوې اسټرالیا حکومت به تر راتلونکې یوې اوونۍ یانې جمعې ورځ په کابل خپل سفارت د امنیتي دلایلو له امله وتړي.

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر ماریس پاین ویلي، چې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت چارواکي به په منظم ډول د سیمې له کوم بل ځای څخه د ډیپلوماتیکو چارو پرمخ وړلو لپاره افغانستان ته ورځي.

ښاغلی مارس همدا څو ورځې دمخه کابل ته هم راغلی و او له افغان حکومت یې خپل تایید او بیا اعلان کړ.

امریکا پرېکړه کړې چې بهرني سرتیرو به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي، هغه پرېکړه چې ډېری افغانان او بهرنیان یې د افغانستان راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي.

استرالیا په ٢٠٠٦ کال کې دافغانستان لپاره خپل سفارت پرانیستلی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...