د اسټراليا نوي دفاع وزير ريچارډ مايلز يو وار بيا اعتراف کړی، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ماموريت پرمهال پر جنګي جرمونو مرتکب شوي او د عاملانو محاکمه کېدل به يې دوام ولري.
نوموړي يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې دغه جنګي جرمونه خورا د شرم وړ بللي او ويلي يې دي، چې پر يادو جرمونو د مرتکبو کسانو محاکمه کول به دوام لري.
مايلز ويلي، چې په افغانستان کې د اسټرالياوي ځواکونو له لوري ترسره شوي جرمونه د نوموړي هېواد د پوځ په تاريخ کې تر ټولو زيات وحشيانه دي او په خبره يې، په يادو جرمونو کې د ښکېلو کسانو د دوسيو پر څېړلو کار روان دی.
اسټراليا موده وړاندې هم د يوه څېړنيز راپو د پايلو په خپرولو سره ومنله چې سرتېرو يې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي چې په کې ۳۹ موارد د ملګي وګړو وژل او دغه راز ډېر نور موارد بيا په سخته توګه د ملکي وګړو شکنجه شامله ده.