د اسټراليا کرکټ بورډ د افغانستان ملي لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه چې سږکال ترسره کېدونکې وه، تر راتلونکي کال پورې وځنډوله.
سږکال په پيل کې د ويسټ انديز او ايرلېنډ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په تېرو ٦ مياشتو کې هېڅ لوبه نه ده ترسره کړې او همدا راز په پاتې ټول کال کې يې هم د اسټراليا سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې پرته نورې هېڅ لوبې نه درلودې.
د اسټراليا او افغانستان ترمنځ سږکال په لومړي ځل په پرت کې دا ټېسټ لوبه ترسره کېدونکې وه، خو د اسټراليا کرکټ بورډ دا يوازينۍ ټېسټ لوبه هم وځنډوله.
د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، چې د کورونا له امله دوى په خپل شيډول کې بدلون راوستى دى او له همدې امله يې د افغانستان سره يوازينۍ ټېسټ لوبه او د نيوزيلېنډ سره د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ او يوه نړيواله شل اوريزه لوبه هم ځنډولي دي.
د اسټراليا کرکټ بورډ اجراييوي رييس نک هاکلى په دې اړه وويل، چې دوى به په راتلونکي کال کې د دې سياليو لپاره يو مشخص وخت وټاکي. هغه وويل د افغانستان کرکټ بورډ او نيوزيلېنډ کرکټ بورډ سره مو په دې اړه خبرې کړې دي او هيله مو ده چې له کورونا وروسته د يادو سياليو ترسره کولو لپاره په ګډه يو مناسب وخت وټاکو.
د يادولو وړ ده چې سږکال د افغانستان کرکټ بورډ نړيوالې سيالۍ د ګوتې په شمار وې، خو کرکټ بورډ په دې هيله و چې په اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې به ملي لوبډله ګډون وکړي او سيالۍ به ترسره کړي، خو دواړه جامونه د کورونا له امله لغوه شو.
له دې وروسته يوازينۍ هيله د اسټراليا پر وړاندې د ټېسټ لوبې ترسره کول و، چې دا هم د اسټراليا کرکټ بورډ وځنډوله.
د افغانستان کرکټ بورډ او د بورډ مشرتابه باندې له دې امله هم ډېرې نيوکې کېږي، چې دا وړتيا نه لري چې د ملي لوبډلې لپاره د نورو هېوادونو سره سيالۍ برابرې کړي او يوازې د اى سي سي له لوري ترتيب شويو سياليو ته په تمه وي.