Home » سپورټ » اسيا کپ؛ هند د پاکستان ماتولو ترڅنګ کوم ریکارډونه جوړ کړل؟

اسيا کپ؛ هند د پاکستان ماتولو ترڅنګ کوم ریکارډونه جوړ کړل؟

د کرېکټ اسيا کپ کې هندۍ لوبډلې پاکستان ته د ۲۲۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.

پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۵۷ منډو هدف وټاکه چې پاکستان ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۳۲ اورونو کې وسوځېدله. پاکستان یوازې وتوانیدله، چې ۱۲۸ منډې وکړي.

هندۍ لوبډلې د دې لوبې د ګټلو ترڅنګ ګڼ شمېر ریکارډونه هم په خپل نوم کړل، چې په لاندې ډول دي:

۱. په دې لوبه کې هند وتوانید، چې د پاکستان پر وړاندې تر ټولو زیاتې منډې هم په خپل نوم ثبت کړي. ۲۵۶/۲ دا د پاکستان پر وړاندې تر ټولو غوره توپ وهنه کړې. تر دې وړاندې یې هم د پاکستان پر وړاندې ۲۵۶/۹ منډې کړې وې، چې کوربه توب یې هند کاوه او په ۲۰۰۵ کال کې هغه لوبه ترسره شوې وه.

۲. د ویراټ او راهول ترمنځ د ۲۳۳ منډو ملګرتیا د پاکستان پر وړاندې د ۴ ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا وه. دوی همدارنګه وتوانیدل، چې د ناصر جمشید او محمد حفیظ د ۲۲۴ منډو ریکارډ هم مات کړي، چې په ۲۰۱۲ کال کې په اوله ویکټه کې جوړ شوی وو.

۳. د کوهلي او راهول ملګرتیا همدارنګه د پاکستان پر وړاندې د هند لپاره تر ټولو ستره ملګرتیا وه، تر دې وړاندې دا ریکارډ د ۲۳۱ منډو وو، چې په ۱۹۹۶ کال کې د ټنډولکر او سیډو ترمنځ جوړ شوی وو.

۴. کوهلي همدا راز وتوانید، چې په یو ورځنیو لوبو کې خپلې منډې ۱۳۰۲۴ ته لوړې کړي. دا په یوه ورځنیو لوبو کې پنځم لوبغاړی شوو، چې ۱۳ زره منډو ته رسیږي. سچن ټنډولکر، ریکي پونټینګ، کمار سنګاکارا او سنات جیسوریا هغه نور لوبغاړي دي، چې ۱۳ زره منډې یې جوړي کړي دي. کوهلي تر ټولو چټکې ۱۳ زره منډې جوړې کړي.

۵. دا د کولمبو په آر پریماداسا لوبغالي کې د ویراټ څلورمه پرلپسې سلیزه ده. هاشم املا هغه بل لوبغاړی دی، چې ۴ پرلپسې سلیزې یې په یوه لوبغالي کې ترسره کړي دي.

۶. راهول له ۲۰۲۰ کال راهیسې چې کله په ۴ او ۵ ویکټه لوبه کوي، د هغه د منډو اوسط ۶۴.۶۸ دی. نوموړي په ۲۱ لوبو کې ۱۰۳۵ منډې کړي، چې په کې ۳ سلیزې او ۷ پنځوسیزې شاملې دي.

۷. ویراټ کوهلي په اسیا کپ ټورنمټونو کې خپله ۴ سلیزه جوړه کړه. سنات جیسوریا یوازینۍ لوبغاړی ده، چې په اسیا کپ کې یې ۶ سلیزې جوړې کړي دي. کوهلي درې مخکینۍ سلیزې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې جوړې کړې وې. کمار سنګاکارا هم ۴ سلیزې لري.

۸. دا د هند لپاره له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې په یوه لوبه کې ۵۰ اورونه لوبوي او یوازې ۲ لوبغاړي یې سوځویږي. همدارنګه دا د پاکستان لپاره ۳ ځل دی، چې ۵۰ اورونه توپ اچونه کوي، خو یوازې توانیږي، چې ۲ کسان وسوځوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...