Home » افغانستان » اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي

اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا په تېرو څلور ورځو کې ۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې عملیات (یکشنې، د مرغومي ۱۶مه) هم دوام درلود.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته چې پاکستاني امنیتي ځواکونو څومره افغان کډوال نیولي، خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي په تېرو څلور ورځو کې تر ۲۰۰ پورې افغان کډوالو نیول شوي دي.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې، د دغه شورا مشر میوند عالمي افغان ویلي: ” زما د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو پنځو ورځو کې له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ افغانانو پورې د پولیسو له لوري نیول شوي دي یوازې نن (یکشنبه) له ۴۰ تر ۵۰ کسانو نیول شوي، د نن نیونې لږې متفاوتې وې ځکه چې په ځینو ځایونو کې میرمنې هم نیول شوي او بیول شوي دي.”
د پاکستان حکومت کومې ادارې د دغو کډوالو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د پاکستان د ملي اسمبلې پخواني غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ پرون په خپلې اېکس پاڼه کې ویلي وو چې له قانوني اسنادو سره د افغانانو نیول د ټولو بشري حقونو خلاف عمل دی او په خبره یې دا ډول کړنې د افغانانو پر وړاندې د ژورې کرکې ښکارندوي کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...