په اسلاماباد کې سلګونه افغان کډوال له مودې راهيسي اعتراضونه کوي چې ګواکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره يې دغلته ژوند تريخ شوی او د سر خونديتوب په موخه د اسلاماباد له لارې امريکا او اروپا ته د تګ په هڅه کې دي.
دوی زياتوي، چې په افغانستان کې د دوی پر وړاندې شته خطرونو ته په پام سره بېرته خپل هېواد ته نه ستنېږي او غوښتنه کوي، چې په پاکستان کې مېشت سفارتونه دې يې اورپا او امريکا ته د تګ کارونه ژر خلاص کړي.
خو تازه د بهرنيو چارو وزارت وايي، سرپرست حکومت د افغانستان د ټولو وګړو د امنيت خونديتوب مسووليت لري او په خبره يې هېچا ته له قومي او سمتي پلوه په افغانستان کې دننه خطر نه شته.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په اسلاماباد کې معترض افغان کډوال له کلونو راهيسې په پاکستان کې مېشت دي او په خبره يې د رسنيو له لارې داسې روښانه کوي چې ګواکې تازه له افغانستان څخه وتلي او ژوند يې له خطر سره مخ دی.
نوموړي زياته کړې، چې بهر ته د يادو کډوالو تګ اقتصادي بڼه لري او د خپلې ګټې په موخه ياده موضوع برعکس مطرح کوي.
دوې ورځې وړاندې هم يادو کډوالو په اسلاماباد کې لاريون کړی و او غوښتنه يې کوله چې په اسلاماباد کې له ستونزو سره مخ دي او ژر دې يې اروپا او امريکا ته د لېږدولو چارې بشپړې شي.