Home » افغانستان » “اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفارت د خلکو شکايتونه زيات شوي”

“اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفارت د خلکو شکايتونه زيات شوي”

په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفارت خلک شکايت کوي چې پر وخت يې ستونزو ته رسېدنه نه کېږي او دغه راز د افغانستان وېزې ترلاسه کولو په موخه د ډېرې مودې لپاره په تمه پاتې کېږي.

خبريال طاهرخان په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دا مهال په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له ګډوډۍ سره مخ دی او د شارژدافېر په شمول د سفارت کارکوونکوي د خلکو شکايتونه نه اوري.

نوموړي زياته کړې، خلک له دې کبله چې وېزې يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت له لوري تائيد شوي؛ خو بيا هم تر دې مهاله د سفارت له لوري نه دي ورکړل شوي، شکايت کوي.

د طاهر خان په خبره په اسلام‌اباد کې د افغانستان شارژدافېر او د سفارت نورو کارکوونکو د مبايل له هغو شمېرو اړيکي بندې کړي چې، د ستونزو د حل په موخه له سفارت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

دا شکايتونه داسې مهال دي، چې په کابل کې هم خلک له کلونو راهيسې د پاکستان له لوري د وېزو په ورکړه کې له ځنډ او دغه راز د ياد بهير له ناسم مديريت شکايت کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...