Home » سیمه او نړی » اسراییل: په غزه کې د لنډمهاله اوربند لپاره د متحده ایالاتو له پلان سره موافق یوو

اسراییل: په غزه کې د لنډمهاله اوربند لپاره د متحده ایالاتو له پلان سره موافق یوو

اسراییلو ویلي، په غزې کې د حماس سره د جګړې بندېدو په موخه یې د متحده ایالاتو د لنډمهاله اوربند پلان منلی چې له مخې به یې یو شمېر اسراییلي برمته شوي کسان خوشې شي او د ځینو مړي به ورته وسپارل شي.

د اسراییلو د صدراعظم دفترنن (یکشنبې، د کب ۱۲مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د متحده ایالاتو د لنډ مهالي اوربند دا پلان یې منلی دی.

د نتنیاهو دفتر ویلي چې ددې موافقې له مخې د اوربند په لومړۍ ورځ به د حماس ډله نیمایي برمته شوي، مړه یا ژوندي خوشې کوي او پاتې برمته شوي کسان به په غزې کې د اسراییلو او حماس تر منځ د دایمي اوربند څخه وروسته خوشې شي.

بلخوا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټېف ویټکوف ویلي چې موقتي اوربند اړین و، ځکه چې په همدې مودې کې به په دایمي اوربند باندې د خبرو کولو لپاره شرایط برابر شي.

د ویلو ده چې د اوبند دا لنډمهاله پلان اسراییلو په داسې حال کې منلی چې د لومړي اوربند موده پای ته ورسیده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...