Home » سیمه او نړی » اسراییل قطر ته خپل مرکچیان لېږي

اسراییل قطر ته خپل مرکچیان لېږي

د اسراییلو حکومت له حماس سره د خبرو لپاره قطر ته خپل مرکیچان لېږي تر څو د اوربند بل پړاو لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون (شنبې، د سلواغې ۲۰مه) خپلو مرکچیانو سره ولیدل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې قطر ته لاړ شي.

د اسراییل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی او حماس وار د مخه په اسراییلو ملامتي اچولې چې د دې تړون له مخې یې خپلې ژمنې نه دي پر ځای کړي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ لومړی اوربند د محتده ایالاتو، قطر او مصرپه منځګړتوب ترسره شو.
که له یوې خوا د اسراییلو مشر قطر ته د خپل مذاکراتي ټیم د استولو امر کړی، خو په عین حال کې یې د حماس له منځه وړلو هوډ هم څرګند کړی.

حماس هم ادعا کوي چې اسراییلو له لومړي اوربند څخه سرغړونې کړې او د هوکړه لیک ډېرو مادو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...