د اسراییلو د صدر اعظم دفتر، جمعه د چنګاښ ۱۵مه ویلي چې د اسراییلو او حماس تر منځ مذاکرات راتلونکې اوونۍ بیا پیلېږي.
د بنیامین نتانیاهو د دفتر دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اسراییلو د استخباراتو رییس د دوحې له خبرو اترو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
د نتانیاهو دفتر دا هم ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشي کېدو پر سر اختلافات لا هم شته.
اسراییلو ویلي چې مذاکرات د دواړو لوریو په خوښه وروسته له هغې بیا پيلېږي چې حماس د سولې عادلانه وړاندیز وکړي.
بلخوا د حماس ویاند ویلي چې د امریکا لخوا ارایه شوې طرحه د «مثبت ځواب» له منځګړیتوب سره مخ شوې، خو په وینا یې چې په دې اړه لا د اسراییلو موقف ناڅرګند دی.
د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب له څو میاشتو راهیسې د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشې کېدو هڅې پیل شوې. حماس په دې اوونۍ کې هغه درې پړاویز وړاندیزونه کړي چې بایډن د روان کال په مې میاشت کې مطرح کړي وو.
په ورته وخت کې فلسطیني ځواکونو ویلي چې د غزې پر لوېدیځ جنین ښار د اسراییلو د بریدونو له امله اووه فلسطینیان وژل شوي دي.
خو اسراییلي ځواکونو ویلي چې دا کسان «د ترهګریزو ضد فعالیتونو» پر مهال وژل شوې دي.