Home » سیمه او نړی » اسراییل د شپېته رسنیو او بشري حقونو سازمانونو لخوا د ژرنالیستانو په ډله‌ییزه وژنه تورن شو

اسراییل د شپېته رسنیو او بشري حقونو سازمانونو لخوا د ژرنالیستانو په ډله‌ییزه وژنه تورن شو

شاوخوا ۶۰ رسنیو او د بشري حقونو سازمانونو اسراییل د غزې په جګړه کې د خبریالانو په ډله‌ییزه وژنه تورن کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان او ۵۹ نورو سازمانونو په همدې خاطر نن (دوشنبې، د وږي ۵مه) له اروپايي ټولنې غوښتي چې له اسراییلو سره د همکارۍ تړون وځنډوي او پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

ویل کېږي چې له اسراییلو سره د اروپايي ټولنې د نه‌همکارۍ غوښتنه به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې راپورته شي.

دغو بنسټونو په یوه بیان کې ویلي چې د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۳۰ فلسطیني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د اسراییلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...