اسراییلو ویلي د ایران د ځوابي برید موخه مو ددغه هېواد پوځي هډې دي، له اټومي او نفتي تاسیساتو سره یې کار نه لري.
د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي، چې په ایران باندې په ځوابي برید کې یوازې پوځي هډې په نښه کوي او د نفتو او اټومي تاسیساتو سره کار نه لري.
د راپورونو له مخې (دوشنبې، د تلې ۲۴مه) د واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼو د امریکايي چارواکو په حواله دا خبره کړې ده.
دغو چارواکو ویلي نتنیاهو دا ژمنه تېره اوونۍ له بایډن سره د تلیفوني اړیکې پرمهال کړې وه.
د دغه تلیفوني اړیکې په اړه د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې بایډن د اسراییلو د امنیت لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ او د اسراییلو په وړاندې یې د ایران د توغندیو برید وغنده.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې ایران د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون پر اسراییلو برید وکړ.