اسراییلي پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب الله مشر، حسن نصرالله د جمعې په ورځ په بیروت کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په بریدونو کې وژل شوی دی.
د اسراییلو پوځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “حسن نصرالله نور نشي کولی نړۍ په وحشت کې واچوي.”
اسراییل وايي، د جمعې په ورځ یې د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې د حزب الله پر مرکز بمباري کړې، د لبنان روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ په لومړني برید کې د شپږو کسانو وژنه او ۹۱ نورو ټپي کېدل تایید کړل.
د یادو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم خبر نه دی خپور شوی. چارواکي وايي، په لبنان کې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
حزب الله تر اوسه د نصرالله د حالت په اړه څه نه دي ویلي.
1m