Home » سیمه او نړی » اسراییل او حزب الله یو پر بل بریدونه کړي

اسراییل او حزب الله یو پر بل بریدونه کړي

د لبنان په جنوب کې د اسراییلو له هوایي برید څو ساعته وروسته چې د حزب الله ډلې درې غړي پکې ووژل شول، اسراییلو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د زمري په شپږمه د اسراییلو تر کنټرول لاندې د ګولان په لوړو کې د حزب الله د راکټي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا برید په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو تر ټولو مرګونی برید بلل شوی او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو وېره زیاته کړې ده.

په ورته وخت کې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د لبنان حزب الله وسله واله ډله به “درنه بیه پرې ورکړي.

راپورونه وايي، په منځني ختیځ کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو برید وکړ. د دغه هېواد د چارواکو په وینا، په دغه برید کې د حماس سخت دریځو لږ تر لږه ۱۷۰ زره کسان وژلي او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړي دي.

دا برید د دې لامل شو چې اسراییل د غزې په تړانګه کې پراخ عملیات پیل کړل. دغه پوځي عمليات د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ د غزې د تړانګې زياتره برخه ویجاړه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...