Home » سیمه او نړی » اسراییلي پوځ منلې چې لبنان سره په جګړه کې یې شپږ سرتېري وژل شوي

اسراییلي پوځ منلې چې لبنان سره په جګړه کې یې شپږ سرتېري وژل شوي

د اسرایيلو پوځ وايي (چهارشبنې، د لړم ۲۳مه) په لبنان کې د حزب الله په ضد عملیاتو کې یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

اسرايیلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې «دغه شپږ سرتېري یې د لبنان په جنوب کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي.»

د ویلو ده چې د اسرایيلو او حزب الله ترمنځ دا جګړه د پروسږ کال د اکتوبر په اوومې نېټې پر اسرایيلو باندې د حماس له بریدونو وروسته پیل شوې ده.

د لبنان حزب الله غورځنګ د حماس په حمایت پر اسراییلو باندې د توغندیو بریدونه وکړل.

اسرایيلو د روان کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه لبنان ته ځمکني ځواکونه واستول او تر دې دمه یې په دغه جګړه کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۷ ته رسېدلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...