پر اسراییلو د ایران د بالستیکو توغنديو د برید په اړه د امریکايي مقاماتو له خبرداري وروسته، د اسراییل پوځ ویلي چې ایران د اسراییلو په لور توغندي توغولي دي.
په راپورونو کې د اسراییلي پوځ په حواله ویل شوي” له ایران څخه د اسراییلو پر لور توغندي وتوغول شول.” پوځ ویلي چې د بیت المقدس په ګډون د اسراییلو په ډېری برخو کې د خطر زنګونه ووهل شول.
رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د پوځي مقاماتو له خولې ویلي چې کابو ۲۰۰ میزایل له ایران څخه د اسراییل په لوري توغول شوي، خو د اسراییلي رسنۍ وایي چې له ایران څخه ۴۰۰ توغندي توغول شوي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې دا میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره پراسرایيلو توغولي دي.
د یادولو ده چې اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شول.
د ایران سپاه پاسدارانو ګواښ کړی چې بیا به هم پر اسراییلو بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش په منځني ختیځ کې روانې شخړې غندلې او دا حالت یې د اندېښنې وړ بللی دی.