ملګرو ملتونو په اسراییلو کې د دغه سازمان په یوه رسمي موټر کې د “جنسي کړنې” په تړاو له وېډیو خپرېدو وروسته “ژوره اندېښنه” ښودلې ده.نوموړې وېډیو کې یوه ښځه چې سور کمیس لري، د ملګرو ملتونو په یوه سپین رنګه ګاډي کې چې د ملګرو ملتونو نښان لري، په شاتني سېټ کې پر یوه سړي د پاسه ناسته ده. ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ویلي، چې د پېښې په اړه څېړنه کوي او په وېډیو کې د لیدل کېدونکو کسانو پېژندلو ته نژدې شوي دي. له همدې سره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ژمنه کړې چې په دې سازمان کې به د جنسي کړنو په اړه هېڅوک ونه بښي. نوموړي بي بي سي ته د جمعې په ورځ وویل، “دا ډول کړنه زموږ له ټولو فعالیتونو سره په ټکر کې ده چې اوس یې پوره تحقیق پیل شوی دی.” د یوه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۹ کال د ملګرو ملتونو د مامورینو له جنسي پلوه د اړایستلو په اړه ۱۷۵ ادعاوې ثبت شوې وې. په دې ادعاوو کې یې ۱۶ ثابتې شوې او ۱۵ دروغ وختلې او د پاتې څېړنه یې لاهم روانه ده..
