Home » سیمه او نړی » اسراییلو غزې ته د بشري مرستو مخه نیولې

اسراییلو غزې ته د بشري مرستو مخه نیولې

د اسراییلو حکومت پرون ( یکشنبې، د کب ۱۲مه) غزې ته د بشري مرستو د داخلیدو مخه نیولې او خبرداری یې ورکړی که چېرې حماس د اوربند له نوي وړاندیز سره موافقه ونه کړي نور اقدامات به هم وکړي.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، حماس تر اوسه پورې د ډونالډ ټرمپ استازي سټېف ویټکاف له لوري په موقت ډول د اوربند غځولو وړاندیز له منلو انکار کړی دی.

بلخوا د حماس یوه ویاند بیا د مرستو لارې تړل یوه ”بازاري باج اخیستنه” او د اوربند هوکړې پر ضد یوه دسیسه بللې او غوښتنه یې کړې چې منځګړې هېودادونه باید په دې موضوع کې مداخله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترواسه د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند منځګړو امریکا متحده ایالاتونو، مصر او قطر په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...