د اسراییلو پوځ نن سهار (یکشنبه، د وږي ۴مه) اعلان کړی چې د حزب الله د پراخو بریدونو لپاره د چمتووالي په غبرګون کې یې په لبنان کې د دې ډلې پر مرکزونو بریدونه پیل کړي دي.
د اسراییلو پوځ په یوه عربي پیغام کې د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته ویلي: «موږ ستاسو کورونو ته څېرمه د اسراییلو پر خاوره د پراخو بریدونو لپاره د حزب الله چمتووالی څارو. تاسو په خطر کې یاست. “موږ د حزب الله ګواښونه په نښه او له منځه وړو.”
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن امریکايي چارواکو ته امر کړی چې له اسراییلو سره په پرلهپسې ډول تماسونه ونیسي.
په یوه راپور کې حزب الله دا هم ویلي چې پر اسراییلو یې تر ۳۲۰ ډېر کاتیوشا ډوله راکټونه توغولي دي.