اسراییلي پولیسو او د کورني امنیت خدماتو ادارې (دوشنبې، سلواغې ۸مه) ویلي چې د دې هېواد دوه اتباع ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
ویل کېږي چې د تورنو کسانو څخه یو یې د نظامي خدمت پر مهال د دې هېواد هوایي دفاع سیسټم په اړه محرم معلومات په شریکولو نیول شوی دی.
اسراییلو تېر کال د اکټوبر په میاشت کې هم د یوې ډلې نیول کېدو خبر ورکړی و چې د ایران لپاره یې جاسوسي کوله.
د شن بت استخباراتې ادارې او پولیسو د دوو کسانو چې یوري الیاسپوف او جورجي اندریف نومېږي او د شمالي اسراییل اوسېدونکي دي د نیولو خبر ورکړی دی.
سره له دې چې په اسراییلو پولیسو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې، د جاسوسۍ دې شبکې ایراني چارواکو ته څه ډول معلومات ورکړي، خو د شن بت په استخباراتي ادارې کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د دوي ارزیابي څرګندوي چې ددې ډلې کړنو د اسراییلو دولتي امنیت ته جدي خطر پېښ کړی دی.