Home » سیمه او نړی » اسرائيل په منځني ختيځ کې د هوايي ځواک سيمه‌يیز اېتلاف رامنځته کوي

اسرائيل په منځني ختيځ کې د هوايي ځواک سيمه‌يیز اېتلاف رامنځته کوي

د اسرائيلو دفاع وزارت وزير بني ګانټز ويلي، په پام کې لري چې په منځني ختيځ کې د سيمه‌ييزو تهديدونو د رفعه کولو په موخه د امريکا متحده ايالاتو په همکارۍ د هوايي ځواک سيمه‌ييز اېتلاف رامنځته کړي.

نوموړي پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) رسنيو ته ويلي، چې د سيمې يو شمېر هېوادونو د ايران له لوري د متوجه ګواښونو له امله اندېښنې ښودلې او اسرائيلو بيا د يادو ګواښونو د له منځته وړلو په موخه، د نظامي همکاريو پر بنسټ د ولاړ يوه اېتلاف رامنځته کولو وړانديز کړی دی.

بني ګانټز زياته کړې، چې اسرائيلو له يادو هېوادونو سره په ګډه له دې وړاندې د ايران ډېری ګواښونه خنثی کړي هم دي؛ خو په خبره يې اسرائيلو ته په جولای مياشت کې د امريکا ولسمشر جوبايډن د سفر په ترڅ کې به، دا اېتلاف او همکارۍ نورې هم پياوړتيا پيدا کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د سيمې له هېوادونو او امريکا سره د دې اېتلاف د رامنځته کولو په موخه ټولې چارې په خپله مديريت کوي او په خبره يې دغه اېتلاف به وکولی شي چې په سيمه کې امنيتي او نظامي همکاري پياوړې کړي.

اسرائيل وروسته له هغې د يوه نظامي اېتلاف د رامنځته کولو هڅه کوي، چې له ۲۰۲۰ زېږديز کال راهيسې يې د منځني ختيځ او خليج له يو شمېر هېوادونو سره خپلې اړيکې عادي کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...