د اسرائيلو بهرنيو چار وزارت اعلان کړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي د بهرنيو چارو وزير يار لاپيډ متحده عربي اماراتو ته د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په موخه سفر وکړي.
د يار لاپيډ له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړی به د روانې جون مياشتې په ۲۹مه عربي اماراتو ته ورسېږي او د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې به د نوموړي هېواد له مشرانو سره لېدنې او کتنې ولري.
د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې لاپيد د مشارکتي حکومت د بهرنيو چارو وزير په توګه د خپل دې لومړني سفر په ترڅ کې، په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت او دغه راز په ابوظبۍ کې د اسرائيلو قنسلګري هم پرانيزي.
په خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اهميت تته د اشارې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې د يادو اړيکو له ثمرې به نه يوازې د دواړو هېوادونو وګړي، بلکې د منځني ختيځ نور وګړي هم ګټه واخلي.
عربي امارات او اسرائيل دا اقدام وروسته له هغې کوي چې تېر کال دواړه هېوادونه د خپل منځي سياسي اړيکو په نورمالولو سره سلا شول.