د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار لاپېډ بحرېن ته په رسمي سفر رسېدلی او ټاکل شوې چې د بحرېن له چارواکو سره به د دواړه اړخېزه اړيکو د پيل او دوام په اړه خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د اسرائيلو لوړپوړی چارواکی بحرېن ته رسمي سفر کوي. د دې سفر عمده موخه په بحرېن کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل ښودل شوي دي.
په ورته وخت کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې يار لاپېډ ښايي د خپل دې سفر په ترڅ کې له بحرېن سره د دوه اړخېزه همکاريو څو سندونه هم لاسليک کړي.
اسرائيلو په وروستيو کلونو کې له عربي هېوادونو سره د اړيکو عادي کولو هڅې پيل کړې او له دې وړاندې يې له عربي اماراتو او کوېټ سره هم د رسمي اړيکې باب پرانيستی دی.