ټاکل شوې چې د اسرائيلو پارلمان نن شنبه د (غبرګولي ۲۳مه نېټه) د نوي حکومت لپاره رايه ورکړي. د پارلمان تر رايو وروسته ټاکل شوې د اوسني لومړي وزير بنيامين نتنياهو د واک ۱۲کلنه دوره هم پايته ورسېږي.
نتنياهو د اسرائيلو په سياسي تاريخ کې لومړنی کس دی چې ۱۲ کاله يې د دغه هېواد سياسي واګې په لاس کې لرلې او د نوموړي پر ځای ښايي نفتلي بنت د دوو کلونو لپاره د اسرائيلو د لومړي وزير په توګه وټاکل شي.
ټاکل شوې چې د اسرائيلو د حکومت نوې کابينې غړي هم روانه اوونۍ له هغه وروسته چې نوی حکومت له پارلمان د تائيد رايه واخلي، لوړه وکړي.
په اسرائيلو کې د نوي تشکيلېدونکو حکومت لپاره د دغه هېواد ګڼو سياسي ګوندونو اېتلاف کړی. څو په دې کار سره د بنيامين نتنياهو د واک اوږده موده پايته ورسوي.
د تېر ميلادي کال د مارچ په ۲۳مه نېټه په اسرائيلو کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، خو د يادو ټاکنو په پايله کې نتنياهو پر دې ونه توانېد چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د نورو سياسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي.