د اسرائيلو هوايي ځواکونو پرون سېشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) پر غزې هوايي بريد کړی. اسرائيلي چارواکو ويلي چې د حماس ډلې له لوري د ځينو تحرکاتو په غبرګون کې يې په غزه کې د يادې ډلې پر مرکز هوايي بريد کړی دی.
دا په می مياشت کې د غزې له بمبارولو او په وروستيو ورځو کې د نفتالي بينيت په مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د اسرائيلي ځواکونو له لوري لومړنی هوايي بريد دی چې پر فلسطين يې ترسره کوي.
حماس ډلې هم پر غزې د اسرائيلو هوايي بريد پخلی کړی او ويلي يې دي چې دا ډله به د اسرائيلو په مقابل د ځان او فلسطينيانو خونديتوب ته دوام ورکړي.
تر اوسه هېڅ لوري دا نه دي ويلي چې د اسرائيلو له لوري په ترسره شوي هوايي بريد کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؟