Home » سیمه او نړی » اسرائيلو او فلسطين جهادي ډلې له درې ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان کړ

اسرائيلو او فلسطين جهادي ډلې له درې ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان کړ

اسرائيلو او د فلسطين په غزې کې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ په نوم فعالې ډلې په خپلو کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته د اوربند اعلان کړی.

د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د تېرې جمعې په ورځ له هوايي بريد سر، د يادو ځواکونو او د فلسطين جهادي ډلې ترمنځ جګړه ونښته، چې د ۱۶ ماشومانو په ګډون په کې د ۴۴ عامو وګړو د وژل کېد او له ۳سوو زياتو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوربند له اعلانېدو سره په سيمه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د هوايي بمبار او د راکېټي بريدونو د درېدو هيلي زياتې شوي دي.

له اوربند سره سره دواړو خواوو يوه او بل ته دا خبرداری هم ورکړی، که هر لوری د اوربند په اړه له شوې هوکړې سرغړونه وکړه، نو له مقابل لوری به د نظامي اقدام له لارې سخت ځواب ورکوي.

له دې سره په غزې کې ښاروالۍ هم اعلان کړی، چې د اوربند له نافظېدو سره به يې پرسونل د جګړې ځای ته لاړ شي او رامنځته شوې ويجاړي به و اروزي.

د اسرائيلو او د فلسطين اسلامي جهاد ډلې ترمنځ اوربند تېره شپه په ځايي وخت ۱۱نيمې بجې نافظ شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...